Pashto: په نوی ګاونډی توب کی

To barn som sorterer avfallet i forskjellige dunker

تاسی درنګ ساکر، هامار، ستاګنه او لوتن په ښاروالیو کی دخپل کثافت سره داسی چلند کوی

 د نوی ګډون کوونکی په توګه، دسیرکولا ( آی کا اس) ته چی د تاسی د کثافاتو سره چلند کوی، ښه راغلاست. هغه کثافت چی تاسی یی لری اچوی، امکان لری چی دنورو شیانو دجوړولو دپاره د ګټی اخیستنی وړ وی.  له دی کبله مونږ هریو یی دامکان په حد، په جلا جلا توګه بسته بندی کوو.

 دمثال په توګه کاغذ کولای شی چی نوی کاغذ جوړ شی، دمربا  بوتل کولای شی چی نوی بوتل جوړ شی او فلزی قطی  کولای شی چی نوی قطی وشی او یا دمثال په توګه ورنه بایسکل جوړ شی. دنوموړی شیانو څخه  له سره ګته اخیستل ددی سبب ګرځی چی دځمکی اوم مواد زمونږ او زمونږ دراتلونی نسلونو دلا خوښی  دپاره سپما وشی.

دکثافاتو سره چلند، دهغو کورنیو دپاره چی درنګ ساکر، هامار، ستاګنه، او لوتن په ښاروالیو کی اوسیږی،  یو ګد کار دی  او داکار دسیرکولا په لاس ترسره کیږی. ددی کار دسرته رسولو دپاره نوموړی کورنی  هرکال یو ټاکلی خرڅ ورکوی، چی په هغه کی ځای په ځای شوی ده.

 د کور څخه دکثافاتو وړل

 دتاسی له کور څخه پنځه رقمه کثافات وړل کیږی. دخوراکی شیانو کثافات، کاغذ، دکثافانو پاتی« ښیښه یا قطی ګانی.

 تاسی باید ددی کار دپاره په خپل ملکیت کی مختلفی لوښی ولری.  نوموړی لوښی دتاسی  خپل مال دی او تاسی خپله دهغوی څخه پاملرنه کوی. سیرکولا کوم ملکیت چی تاسی په هغه  کی اوسیږی، څاری.  که تاسی په یو ګډ ځای، بلاک، او یا دهغی په شان یو ځای کی اوسیږی، تاسی کولای شی چی ګډ لوښی ولری. استاندرد لوښی دهغو موادو په اساس  چی په هغوی کی ځای پرځای کیږی، بیل بیل رنګونه لری. تاسی همداسی کولای شی چی  دپلاستیک دورکولو دپاره یو  پلاستکی کڅوړه ولری.

 Avfallsbeholder for papir, matavfall, restavfall, glass- og metallemballasje og plastsekk for plast

د ځانته کورونو دپاره څلور لوښی او یو پلاستیکی کڅوړه استاندرد دی. نوموړی لوښی او کڅوړه په مختلفو وختونو کی تش کیږی.

  • د خوراک پاتی( نصواری سرپوښ) هره ۲ اونی وروسته.
  • پلاستیک( روښانی کڅوړی)، کاغذ ( آبی سر پوښ)  او  دکثافاتو پاتی ( خاورین سرپوښ) هر ۴ اونی وروسته.
  • ښیښه او فلزی قطی هر ۸ اونی وروسته.

 دا چی نوموړی لوښی څه وخت تش کیږی، تاسی کولای شی دامساله، دتشولو په پروګرام کی  وګوری. www.sirkula.no

 لوښی /پلاستیکی کڅوړی، دوړلو دورځ دماښام نه مخکی، په واضح توګه  ایښودل کیږی.

Brun plastpose til matavfall og en rull med slike poser

 دخوراکی شیانو پاتی، پس له دی نه چی په ټاکلی لوښه کی اچول کیږی، په نصواری پلاستیک کی ځای پر ځای کیږی.  په یاد ولری چی باید دکڅوړی خوله ښه وتړل شی.

 د خوراک او یا دپلاستیک دپاره نوی کڅوړی داسی ترلاسه کوی

 Handlepose knyttet på håndtak restavfallsbeholder og brun matavfallspose knyttet på håndtak til matavfallsdunk

کله چی دتاسی پلاستیکی کڅوړی تمامیږی، تاسی یو نوی بندل، دخوراکی موادو یوعادی ورځنی او یا یو نور کڅوړه،  دتشولو نه مخکی، د کثافاتو په لو ښه کی  وتړی. کله چی کثافات تش شی، نوی کوونکی، نوی کڅوړی تاسی ته درکوی. په یاد ولری چی له ویشلو نه وروسته، تړل شوی کڅوړه دلوښی څخه لری کړی.

  کله چی دتاسی دخوراکی موادو  دکثافات نصواری رنګه کڅوړی تمامیږی، تاسی  دتشولو نه مخکی   په خپل لوښه کی، دخوراکی دموادو دیو نصواری رنګه کڅوړه دتړلو له لاری، نوی کڅوړی لاس ته راوړای شی.  نوی کوونکی کس، کله چی کثافات تخلیه کیږی، نوی کڅوړی تاسی ته درکوی.

تاسو دبيا رغونې له مرکز او همدارنګه دولسوالۍ دخدمتونو له دفتر څخه.دپلاستيک او خوراکي پاتې شو موادو دغورزولو لپاره نوې کڅوړې يا خلطې تر لاسه کولئ شئ.

 دبیرته رغونی مرکز ته ورکول

Gjenvinningsstasjonen i Brumunddal sett fra inngangsparti

تاسی کولای شی چی په رسمی وخت کی دکثافاتو ټول شکلونه، دخوراکی موادو دکثافات نه پرته، دبیا رغونی دمرکز کار کوونکو ته وسپاری. ډیره مهمه ده چی تاسی کثافات دخطرناکو موادو سره، په هغه رقم چی زمونږ روغتیا او طبیعت ته تاوان و نه رسوی، ورکړی. خطرناک کثافات، دمثال په ټوګه عبارت له بطری ګانی، دبجلی ګروپونه، ساختمانی رنګ، دګازو دبلی، غوړی یا تیل، حشرات او هرزه بوټی، موبایل، لینونه، برقی سامان آلات او نور شیان چی له بریښنا څخه استفاده کوی.

 Bilde av rød beholder for farlig avfall

کله چه شخصى کورونه فاضله مواد يا کثافات دبيا رغونې مرکز ته سپارى، دپاتېشنو موادو يا رېست اوفال دمصارفو   څخه علاوه مفت او مجانى دى، چه دپاتېشونو يا رېست اوفال قېمتونه په لاندې الېکترونيکى ادرس کې لېدلى شى. Sirkula.no  

کله چه پاتېشونى مواد دبيا رغونې مرکزته ورکوئ نو بايد دداسې کڅوړو څخه استفاده وکړئ چه دکڅوړې محتويات يى دبيرون څخه دلېدلو وړ وى. نوموړې کڅوړې يا خلطې کولاى شئ چه په دوکان او يا هم په سرکولا کې واخلئ

 

دملاقاتو پټه

دهامار دبیا رغونی مرکز/ ستاوزبرګ، وګن ویګن ۱۸۱، هامار.

برومونددال دبیا رغونی مرکز، یمت لاندس ویګن ۱۱، برومونددال

دموایلو دبیارغونی مرکز، اندوستری ویګن ۱۴، موایلو

دستاګنه دبیارغونی مرکز، هانس رود ویګن ۱ ، ستاګنه

دهګ وین دبیارغونی مرکز او دکثافاتو کارخانه، ارنست ویګن۴۱، وانګ، په هید مارک کی.

دسیرکولا اداره، وانګس ویګن ۱۴۳، هامار

 

دبیارغونی دمراکزو دپرانستلو وخت  په دغه اینترنیټی آدرس کی کتلای شی: www.sirkula.no

 ډیره مننه چی تاسی بسته بندی کوی!

 دبسته بندی کولو په باب له www.sirkula.no    څخه معلومات ترلاسه کړی.

 په دغه ځای کی دکال  دپاره دترتیبولو دطریقی لارښود، دتاسی په اختیار کی ایښودل کیږی.

  په خپل موبایل کی دزما د بیا رغونی، دپروګرام دپلی کولو له لاری، دتشولو دورځ په باب خبر ترلاسه کړی.

 سیرکولا ( آی کا اس)

پټه: پستی صندوق ۳

 ۲۳۱۰ هامار

تیلفون: ۶۲۵۴۳۷۰۰

الکترونیکی پست: post|@sirkula.no

اینترنیتی پاڼه: www.sirkula.no

Fant du det du lette etter?

Takk for din tilbakemelding

Vi vil bruke din og andres tilbakemelding for å kontinuerlig forbedre denne siden.

Hva forsøkte du å finne?